د افغانستان بدبخته شهزادګئ!
زه د افغانستان هغه بدبخته ماشومه یم چې چا دپاره ننداره یم او په میدان مې گډوی.
د چا دپاره سرمایه یم او په بازار مې خرڅویزه هغه بدبخته شهزداگۍ یم چې نه چا راته لوڅې پښې پټې کړې.
نه راته چا نانځکه واخیسته او نه مې د پخو خښتو کور ولیدنه مې په قلاره یو غړپ د امن اوبه د ستونی تیرې شوې او نه راته چا په مینه یو گوله ډوډۍ خولې کې راکړه.
زه د افغانستان هغه بدنصیبه شهزداگۍ یم چې په عمر ماشومه یم او په څهره معصومه یم.
یو مسلمان مې مکتب ته بم ږدی او د پښتو د کتاب سره مې د ایتونو سیپاره هم سوزوی.